د ولسمشر فرمان
درې کاله مخکې د مزار شریف په یوه خصوصي روغتون کې له یوه هندي ډاکټر سره مخ شوم. سړی په مسلک کې خورا ضعیف خو پوه و، همکارانو یې له ده د چلند شکایت کاوه، خو هغه زموږ د دولت له غټو کسانو سره پخه آشنايي لرله.
پوښتنه راته پیدا شوه چې د دوی د آشنايۍ وجه څه وه. دی په څو میاشتو کې د شمال په ډېرو ځایونو کې تر موږ زیات ګرځېدلی و، د خلکو په اړه یې داسې معلومات پیدا کړي وو چې خپله مزاریان ورباندې نه وو خبر.
هسې راته شک پیدا شو چې دی به جاسوس وي. دغه شک راته د دې سبب شو چې د دې موضوع د لیکلو خیال پیدا کړم.