د لیکوالی علمی لارښوود

«د لیکوالۍ عملي لارښود» د مبتدي او تازه کارو لیکوالو لپاره لیکل شوی دی. په دې اثر کې بېلابېل ژانرونه معرفي شوي او نمونې یې وړاندې شوې دي. همدارنګه دغه کتاب د هر ژانر د لیکلو لپاره ګام په ګام تمرینونه لري او د لیکوالۍ عمومي تخنیکونه په عملي بڼه در زده کوي. د دې اثر د پراګراف او مقالې لیکلو برخه د ښوونځیو له زده‌کوونکو او د پوهنتون له محصلانو سره د مقالې، مونوګراف او تیسز په لیکلو کې مرسته کولی شي.