بیله دنیا
په دې ټولگه کې راغلې کیسې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۵ کلونو کې لیکل شوې دي خو په بېلابېلو ځایونو کې: کابل، امریکا، اسلام آباد، جرمني. نو کیسې یې د سوژو په لحاظ نسبتاً متنوع دي خو یوازې سوژې نه، بلکه ژانرونه هم په کې مختلف دي. «اوباما او عاطفه» ساینس فیکشن دی، «پټ قاتل» جنايي یا پولیسي کیسه، دغه راز اکثره کیسې د ریالیزم په سبک لیکل شوې دي خو یوه نیمه سورریالیستي کیسه هم په کې مونده شي.